مرداد ۲۵

په خدای عقیده ۲۳ برخه

دلته د خدای پاک د کور څخه هدف تاسو یاستی چی ځانونه پاک وساتی او په خپلو کی جګړه او کینه مه کړی.
هیڅوک د خپل ځان و نه غلوی، که څوک په تاسو کی په دی جهان ځان حکیم ګڼی نو ځان د ناپوهه کړی چی حکیم شی.
هر هغه څوک چی په عیسی مسیح ایمان لری هغه د خدای دی او خدای د هغه څخه غواړی چی د هغه کور برباد نکړی شې.
ځکه که دنیاه او که ژوند وی که مرګ،که اوسنی څیزونه وی که راتلونکی هر څه ستاسو دی او تاسو د مسیح یې او عیسی مسیح د خداې دی.
هو دا درسته دی هر هغه څوک چی په عیسی مسیح باندی د ایمان اقرار کوی هغه په حقیقت کی د خدای سره صلح کوی.
دا په دی مانا نو اوس چی مونږ د ایمان په وسیله صادق کړی شوو نو د مالک عیسی مسیح په وسیله د خدای سره صلح لرو، د چا په وسیله چی مونږ د خدای په فضل کی ځای موندلی دی او چیرته چی مونږ اوس هم ولاړ یو.
او د خدای د لویې په امید فخر کوو چی دا به زمونږ هم وی، ځکه دا امید تشه خوش فهمی نه دی، دا د خدای کلام دی چی مونږ ته زیری راکړی شوی دی او مونږ باور لرو چی د خدای ویناووی حقیقت دی او په هغه کی درواغ نشته دی.
دا ځکه چی د روح القدس په وسیله چی مونږ له راکړی شوی زمنږ زړونه د خدای د مینی نه ډک کړی شوی دی او دا پدی مانا دی چی عیسی مسیح د مونږ د باره مړ شو تر څو مونږ د عیسی مسیح په وسیله خدای ته ورسیږو.
دا چی په کوم وخت کی چی مونږ لا بی وسه وو نو عیسی مسیح د بی دینو د پاره مړ شو.
خدای پاک خپله مینه مونږ ته داسی ښکاره کړه، کله چی مونږ لا ګناه ګار وو نو عیسی مسیح زمونږ د پاره مړ شو.
اوس پوښتنه دادی چی بشر څنګه کولای شی د خدای د غضب او قهر څخه خلاص شی او یا په بل عبارت انسان څنګه کولای شی خدای پاک ته ورسیږی؟
ددی پوښتنی په ځواب باید ووایم چی هر هغه انسان چی په عیسی مسیح باندی د ایمان اقرار کوی نو هغه د عیسی مسیح په وسیله د خدای پاک د قهر او غضب څخه نجات او خلاصون پیدا کوی.
او اوس چی مونږ د مسیح د مرګ په وسیله صادق کړی شوو نو بی شکه چی مونږ به د هغه په وسیله د خدای د غضب نه هم بچ شو.
سره ددی چی مونږ د خدای دښمنان وو نو مونږ د هغه د زوی په وسیله به بچ شو!
خو یواځی دا نه بلکه مونږ د خپل مالک عیسی مسیح په وسیله د خدای سره پخلا او د هغه سره خوښی کوو.
یا نی دا چی د عیسی مسیح د مرګ او د خلاصون تر منځ د انسان او بشریت د نجات راز نغښتی وو، دا ځکه چی د عیسی مسیح په وسیله د خدای سره پخلا شوی یوو.
نور بیا